انصار: (د مرغومی ۱)، د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت، د بشري پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې له تصور لوړ، په ملیونونو وګړي له اقتصادي او بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه سفارت پر خپلې ایکسپاڼه/ پخواني ټویټر لیکلې، د حقونو، فرصتونو او سرچینو پر ګډ ملاتړ ټینګار کړی، چې افغانستان د دغه هېواد د وګړو هیلو ته ورنږدې کوي.
وړاندې لیکل شوي، «موږ کولی شو دا وښیو، چې پیوستون کوم سرحد نه پېژني.»
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په ملیونونو نجونې او ښځې د تعلیم، تحصیل او کار له حقونو بې برخې کړای شوې دي.
د راپورونو له مخې له دې سره په دغه هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ سطحه لوړه شوې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34931
قرأ